پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الهي ډالۍ او پیغامونه
بسم الله الرحمن الرحيم
الهي ډالۍ او پیغامونه

خبر:

په امريکا او ځينو لودیځو دولتونو کې لاريونونه او اقتصادي رکود.

تبصره:

بشر په تېرو ۱۰۰ کلونو کې دوې ایډیولوژۍ ازمایلې دي. یوې له خالق څخه انکار وکړ او له انساني فطرت سره مخالفه وه، په پایله کې له منځه لاړه او وپاشل شوه. بلې دين له ژوند بېل کړ، عاجز عقل ته يې د قانون جوړونې دنده ورکړه او ګټه يې اصلي معیار او ځان غوښته يې محور وګرځوله.  بشر يې تباه او د هغه ژوند يې له پرېشانۍ او ستونزو سره مخ کړ.

هغه ځواک چې د رهبرۍ او تمدن ادعا يې لرله، علم او فن يې بې وسه شو. انسان يې په معنیوي خلا او ستونزو کې ګېر پرېښود؛ که څه هم په ښکاره په نعمت کې و.

 څه يې چې غوښتل، اغوستل يې او څه به يې چې غوښتل خوړل به يې او په کومه بڼه يې چې غوښتل ژوند وکړي، همغسې به یې کول؛ خو کله چې وېرې، ګډوډۍ او پرېشانۍ بشر له ګواښ سره مخ کړ، د پانګوالۍ نظام بېوسي یې ټولو ته وښوده.

کله چې د کورونا بحران ښکاره شو، ختيځ او لوېديځ ته ورسېد، د نظامونو ناکامي له هغه سره په تعامل او درملنه کې ښکاره شوه. په امريکا کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت. دغه هېواد هڅه وکړه چې په خپله ناکامۍ کې چین ګرم وبولي؛ په داسې حال کې چې د چین جنايت هم له امريکا کم نه دی. د یوې اعلامیې پر اساس په امریکا کې اقتصادي رکود تر کورونا وړاندې اټکل شوی و، څو په دې سره هلته د غربیانو پر ماتو یوه بله هم ور ډېره شي.

 تر هغه وروسته لوی او سخت لاریونونه و چې  په امریکا او لودیځو هېوادونو کې ترسره شول. په یادو لاریونونو کې یوازې تور پوستي نه وو، بلکې ټول امریکایان د پانګوالۍ نظام پر وړاندې راپورته شوي وو.

بحرانونه، پرله پسې جګړې، قوم او نیژادپالنه هغه څه وو، چې غرب یې له نورو ستونزو او کشمکشونو سره مخ کړ. الهي ډالۍ او پیغامونه د ټولو بنده‌ګانو لپاره د دې لامل کېږي، څو خپلې ژمنې پر ځای کړي او د الله سبحانه وتعالی پر شریعت منګولې ټینګې کړي.

د دې تر څنګ د ملګرتيا لاس هغو کسانو ته ورکړي چې مخلصانه د پانګوالۍ نظام له مفسدې عقيدې څخه د بشریت د ژغورنې لپاره کار کوي.

څه چې په لوېديځ کې تېرېږي، د الله سبحانه و تعالی له طرفه ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول زموږ وروڼو او ځواکمن اسلامي پوځ ته سوغات دی، څو بیرته را وګرځي د امت هغې برنامې ته چې حزب التحریر د اسلامي ژوند لپاره بیان کړې، نصرت ورکړي. همدارنګه د نبوت پر تګلاره خلافت اعلان کړي، څو الله سبحانه تعالی راضي شي او ټول بشر ته د عدل او ارامتیا په وسیله سوکالي ور په برخه شي.

غرب چې اوس له کومې بېوسۍ سره مخ دی، د حق پر وړاندې نور د درېدو توان نه لري. خپلو مزدورانو ته د مرستې لاس هم نه شي ورکولی؛ یعنې اوسني غلام حکام چې هغوی يې د الله سبحانه وتعالی پر بندګانو او ځمکو واکمن کړي دي.

الهي پیغامونه ښيي چې امريکا او غرب هسې کاغذي پړانګ او خیال دی او تمدن يې نور د ماتې په درشل  کې دی. اې د الله سبحانه وتعالی بنده‌ګانو! الله سبحانه وتعالی تاسو ته په تمه دی، څو اوسني نظامونه ړنګ کړئ او د دنیا او اخرت خیر ته ستانه شئ. باید لوبه کوونکي د لوبې د تر لاسه کولو لپارهله یو بل سره لوبه وکړي او په دې لاره کې سبقت وکړي.

ليکونکی: داکتر عبدالله ناصر- ولایه اردن

ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې